اسد الله غضنفر د پښتو د ادب د غزلبول شاعر محمد صدیق پسرلي زوی، د هندوکش په شمال کې د کندوز ولایت د چهار درې په ولسوالۍ کې زېږیدلی دی، دولسم ټولګی یې د کندوز په شیرخان لیسه کې لوستی دی او بیا یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځي کې زده کړې کړي دي. همدا ډول یې په پېښور پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو په برخه کې ماسټري اخیستې ده او خپله لومړۍ رسمي دنده یې د ایران په تهران راډیو کې پیل کړې ده. په پښتو ادب کې د خوشحال خان له کورنۍ نه وروسته دا دویمه کورنۍ ده چې ډېری غړي، لیکوال او د پښتو ادب پنځوونکي دي.
اسد الله غضنفر د جهاد پر مهال په پېښور کې اوسیده هلته ده هم د جهاد او مقامت په ادبیاتو کې ښه ځلیدلی دی او همغه وخت یې د لنډو کیسو یو اثر( ساړه بادونه) د ناهید خپرندویه ټولنې له خوا چاپ شوی دی. نوموړي د مهاجرت په چاپیریال کې د مهمو چاپي رسنیو سره د کتونکي او لیکوال غړي په توګه پاتې شوی دی لکه د سپېدې مجله او د داستانونه په نوم چې کومه مجله خپرېده د هغې مدیریت هم د نوموړي په غاړه و.
استاد غضنفر د لنډو کیسو په فن او تخنیکونو کې لوی استاد او کره کتونکى کڼل کېږي او په دې اړه یې پخوا ډېر کار او هڅې کړي دي،چې لسګونه لنډې کیسې د هېواد په بېلابېلو چاپ رسنیو کې خپرې شوې دي او تر دې دمه یې په سلګونه نوي په سلګونو نوو ځوانانو ته په غونډو ، ملي کنفرانسو او ادبي بنډارونه ناستو کې لارښونې کړي دي.
ددې ترڅنګ استاد له اردو او انګليسي ژبو څخه هم په ژباړه کې لوى لاس لري، چې وخت ناوخت يې علمي، ادبي او ټولنيزې ليکنې ژباړلې، چې تر ټولو ښه بېلګه يې د هند دنيمې وچې نوماند تاريخ ليکونکي مبارک علي تاريخي ژباړې وې، چې پښتانه يې ورسره آشنا کړل او دغه ژباړې په کتابي بڼه هم خپرې شوې دي.بل خوا د نوموړي استاد د ښې لیکوالۍ راز د ده د کره کتنې په اړه د مهارت سره تړلی ښکاري، همدا علت دی که دی د یوې موضوع په اړه یوـ دوه کرښې ولیکې خو پراخه مهفوم لري ځکه کومې خبرې چې وړاندې کوی هغه یې د بېلابیلو اړخو له مخې څېړلې وي.
د استاد غضنفر د نثر لیکلو هنر کتاب اوسمهال د نثر د تیوري په برخه کې ارزښتمنه معلوماتي سرچینه ګڼل کېږي چې د هېواد په کچه په لویو علمي اکاډمیو کې هم د زده کړې په توګه ترې کار اخیستل کېږي.فهيم بهير