د اسدالله غضنفر د لیکنو ټولگه

غضنفر

د اسدالله غضنفر د لیکنو ټولگه

دلته په اسانۍ سره کولای شئ چې د اسدالله غضنفر لیکنې او .... وگورئ.

آرشيف
Wednesday, 27 May 2015، 04:30 PM

د اوید خبر/ اسدالله غضنفر

د لاتین ژبې د مشهور شاعر اوید (Ovid) له قوله ویل شوي دي چې هنر د هنر په پټولو کې دی. اوید د عیسې السلام د زمانې سړی دی. مطلب دا چې که دغه خبره ده کړې وي نو دوه زره کاله پخوانۍ ده.

هنر څنګه پټیږي؟ که د شاعر خبرې ته نه بلکې د ده صنعت ته دې پام واوړي، معنا یې دا ده چې شاعر د هنر په پټولو کې نه دی کامیاب شوی. کله کله صنعت د مفهوم او معنا د رسولو په خدمت کې وي او کله بیا خبره د دې لپاره شوې وي چې شاعر د خپل صنعت کمال در ښکاره کړي. په دغو دوو حالتونو کې فرق دی.

خوشحال خټک فرمایي:

زمانه به یې په سر ګلونه نه ږدي
هغه سر چې سزاوار وي د پایزارو

دلته د ( سر) او ( سزاوار) تر منځ یا د ( سزاوار) او ( پایزار) تر منځ د موسیقي رابطه مصنوعي نه ده،طبیعي ده نو ښه لګېږي.

خوشحال فرمایي:

که یې سر په لکۍ اړوې هغه دی
په هیڅ شانې به بل نه شي سګ مګس

د ( سګ مګس) کلمه که سرچپه ولولو، هم سګ مګس ورنه جوړېږي، دا یو صنعت دی خو د سپي د مچ له فطرت سره هم سمون خوري. د سپي مچ په دې مشهور دی چې که یې هر څو وشړې، بیا به راپیدا شي. دلته صنعت د مطلب په خدمت کې دی.

څو کاله پخوا یو چا یو کتاب خپور کړ چې ټولې کلمې یې بې نقطه وې. ده مونږ ته په یوه پخواني صنعت کې خپل کمال راوښود مګر هنر ایجاد نه شو.

د جاپان د شاعري لوی استاد باشو چې د خوشحال خټک د عصر سړی و، ویلي وو چې: د شاعري ټول تخنیکونه زده کړه، بیا ټول هېر کړه، بیا شاعري کوه.

کله چې مو صنعت او تخنیک سترګو ته ولاړ وي ، پام مو صنعت ته اوړي او د هغه څه په بیان کې پاتې راځو چې د بیان لپاره یې صنعت ته شاید اړتیا ولرو.

رحمان بابا فرمایي:

ته خطبه په منبر څه لولې خطیبه
قدم کېږده په ځان باندې منبر دا دی

د هنر پټول هغو کسانو ته اسانه وي چې په ځان باندې د قدم ږدولو وړتیا لري. هغه څوک چې د هنر په بیان کې د ځان ښودلو تر تاثیر لاندې وي، د واقعي هنر ایجاد ورته سخته کېږي. مخاطب د هنرمن د هنر له لیدلو سره نه بلکې د هنر له لیدو سره دلچسپي لري. زه هره ورځ د یوه انځورګر د دوکان مخې ته تېرېږم او د ده د انځورونو ننداره کولای شم خو که دا انځورونه په کور کې راسره وای، بیا به مې ډېر خوند ورنه اخیست. منظور مې د مالکیت خوند نه دی بلکې منظور هغه خوند دی چې د اصلي څښتن د حضور نشتوالی یې پیدا کوي.

که زه د تلویزیون یا راډیو ویاند یم او د ویلو په وخت مې انګېزه دا وي چې اورېدونکي ته په ژبه باندې خپل تسلط وروښیم او خپل حضور ورباندې وتپم نو اول خو په اورېدونکي ښه نه لګېږم او که فرضا ورباندې ښه ولګېږم، د ده پام به زما هغه تسلط ته واوړي چې په ژبه یې لرم، نه هغه مطلب ته چې زه یې وړاندې کوم. د هنر او مهارت څښتن باید د خپل هنر او مخاطب تر منځ په خنډ بدل نه شي. دی به په دې ښه ښکاره شي چې ځان وباسي او اثر او مینه وال یې یوازې سره پرېږدي.