د اسدالله غضنفر د لیکنو ټولگه

غضنفر

د اسدالله غضنفر د لیکنو ټولگه

دلته په اسانۍ سره کولای شئ چې د اسدالله غضنفر لیکنې او .... وگورئ.

آرشيف
Wednesday, 27 May 2015، 04:32 PM

د وطن مینه/ اسدالله غضنفر

درویش درانی وایي:

پښې یې په خپله خاوره ټینګې لکه ونه نه کړې 
پردي وطن ته په روزي پسې ساده روان دی

زموږ زلمو له پیړیو راهیسې د کار په لټه پردو وطنونو ته سفرونه کړي دي او پردیسي زموږ د ژوند او ادب په یوې مهمې موضوع بدله شوې ده. 

د پخوانو یو مشهور قول دی چې: که دنیا غواړې هندوستان ته او که دین غواړې عربستان ته لاړ شه. نن سبا چې د تیلو په برکت د خلیج د غاړې عرب ملکونه شتمن شوي دي، زموږ ګڼ ځوانان په روزي پسې دغو هیوادونو ته ځي. دوی په عربي هیوادونو کې خوشحاله ژوند نه تیروي ، په کلتوري لحاظ د پردیتوب احساس کوي او کوربانه ورسره په کبر چلیږي، خو مادي ګټې یې مجبوروي چې ځواني په پردیسي کې خاورې ایرې کړي.

دغسې کس معمولا په وطن کې د اوسېدلو او په اجتماعي ژوند کې د شریکېدلو ارمانجن وي. کله چې یې دغه ارمان پوره شي نو که ښه او خوشبینه سړی وي، لمونځونه به په جماعت وکړي، له خلکو سره به مړ ژوندی وپالي او د ولس بې خیري به و نه غواړي خو په غالب ګومان د وطن په باره کې ژور فکر ته به ضرورت احساس نه کړي ځکه وطن یوازې د ده د مصرف ځای دی، نه د ګټې، او دی که اوس وطن ته هم راغلی ، زوی یې خارج ته استولی دی چې پیسې ورته وګټي. که له وطن څخه منظور کلی او له وطنوالو څخه منظور د کلي اوقبیلې غړي وي، دی شاید ښه وطنپال او ولسپال وبللای شو خو که له وطن څخه منظور هیواد او له خلکو څخه منظور ملت وي، د هیوادپال او ملتپال القاب کیدای شي ورسره ونه ښایي؛ البته، د هیوادپالنې او ملتپالنې د پیاوړي احساس له نشتوالي سره سره دغه کس په هیواد کې له ګډوډي کرکه کوي او د ملت تباهي یې ځوروي، خو د ده برعکس،هغه څوک چې د ګټې ذریعې یې غیرقانوني دي، په هیواد او خلکو یې ښه ورځ نه پیرزو کیږي، ځکه د حالاتو له ښه کېدلو او د قانون له واکمنېدلو سره دا امکان زیاتیږي چې حساب ورسره وشي.

له هیواد سره د اقتصادي ګټو په نه تړاو سربیره د وطنپالنې د احساس د کموالي لوی علت دا دی چې مونږ په پیړیو پیړیو په استبداد کې ژوند کړی دی. کله چې د هیواد په کچه فکر کوو، طبعا فکر مو سیاسي ماهیت لري او له سیاسته ویریږو.
په پیړیو پیړیو تصور کیده چې حکومت د هغه چا حق دی چې توره یې تر نورو تېره ده. هغه څوک چې ډیر کسان به یې ووژل، کله منارونه به یې ودرول او واکمن به شو، خلکو ته معمولا ظالم نه بلکې د یوه مرموز او خدای ورکړي امتیاز څښتن ښکاریده چې ارادت ورته پکار دی او اطاعت یې لازم دی. دغسې واکمن د سیاسي مخالفانو وژل خپل حق ګاڼه او بلکې خپل نژدې دوستان یې هم په وړو خبرو او بدګومانیو وژل او تباه کول. دا متل د اوږدو تجربو پیداوار دی چې وایي: د پاچا شکرې په غم لړلې. خوشحال خټک د واکمنو د غلیمانو په باره کې نه بلکې د ملاتړو په باره کې فرمایلي دي:

چې پادشاهانو ته واخلي تورې 
د دوی خبرې شي په ملک مشهورې
که بیا باور کا په پادشاهانو
هغه به میندې په ځان کا بورې

کله چې د قدرت ځاله د غومبسو ځاله شي، طبعا د لاس نه وروړلو پلویان زیاتیږي، یعنې داسې کسان زیاتیږي چې په ملي او هیوادني ژوند کې غرض ونه کړي او د رحمان بابا غوندې ووایي:

په ساحل کشتۍ د هیچا نه ډوبېږي 
که څوک نه کا په دریا باندې غرض

موږ اوس که څه هم د تاریخ په یوه پرمختللې مرحله کې ژوند کوو او توقع لرو چې واکمن مو د تورې په زور نه بلکې د قانون او د خلکو د خوښې او اجتماعي تړون په اساس په سوله ییزه طریقه واک ته ورسیږي، مګر د حکومت د موسسې په باره کې د پیړیو زوړ تصور لا راسره دی او ګومان کوو چې په ملي او هیوادنیو چارو کې او یا په بله ژبه د هیواد د سیاست په چارو کې که مداخله ونه کړو، خوندي به پاتې شو او بیړۍ به مو ډوبه نه شي. له بلې خوا ګڼ هغه کسان چې په سیاست او هیوادنیو چارو کې د غرض کولو شوق ورسره دی، د پخوانیو خلکو غوندې یوازې د تورې او زور لاره په مخ کې ویني. دوی دې ته پام نه کوي چې دنیا بدله شوې ده او اوس مثبت بدلونونه په زور او په جبر نه بلکې په قلم، په رایه او په انتخاباتو راځي. د تورې په زور د خپلې خوښې حکومت جوړول که په هر نیت وي خو نتیجه یې د وطن او وطنوالو تباهي ده.

د دې لپاره چې د وطن واقعي مینه په زړونو کې زرغونه شي، د سیاست له قانوني، منطقي او سوله ییزو لارو سره بلدتیا پکار ده او بل یو داسې اقتصاد پکار دی چې وګړي د ونو غوندې خپله روزي په خپله خاوره کې ومومي. 

ژمنې رسنۍ، د معارف مناسب کتابونه، وطني موسیقي، شعرونه، زموږ د لیکوالو ناولونه، لنډې کیسې، راپورتاژونه، یونلیکونه او خاطرې او دغه راز د هیواد د مختلفو سیمو عکسونه، انځورونه او فلمونه ، دا ټول کولای شي چې په زړونو کې د وطن د مینې ډیوه بله کړي خو د دې لپاره چې دغه ډیوه د زمانې د توفانونو په منځ کې هم بله پاتې شي، پکار ده خپلو سیاسي او اقتصادي ستونزو ته حل لارې ولټوو.

  • 15/05/27