ډیوه او علي خان/ اسدالله غضنفر
کله کله شاعر په ټولنه کې د منل شوي فکر یا په ادبي آثارو کې د تکرار شوې موضوع تر اغېز لاندې د یوه ارزښت ډېره ستاینه کوي. مثلا د علي خان اشنغري په شعر کې د سخاوت ډېر تعریف وینو.
سبک پیژندونکي یوه بله خبره کوي. دوی وایي چې شاعر که د یوه شي لږ ذکر هم
وکړي خو چې په خوند او هنر سره یې وکړي، معنا یې دا ده چې زیاته دلچسپي
ورسره لري. مثلا د حمید مومند په هغو بیتونو کې ممکن لا ډېر هنر ووینو چې
خط یعنې تازه راټوکېدلي برېت ورکې یادوي او یا که د حمزه شینواري منتخب
بېتونه بېل کړو ، وبه ګورو چې د هغو شعرونو تعداد پکې نسبتا زیات دی چې د
سترګو یادونه پکې شوې ده. سبک پېژندونکي له دغو خبرو دا نتیجه اخلي چې حمید
د خط او حمزه شینواري د سترګو له ښکلا سره ډېره جوړه وه.
د دې تیوري په اساس که د علي خان اشنغري شعر وګورو ، ویلی شو چې ډېوه د ده د
ډېرې دلچسپي موضوع وه ځکه هغه بیتونه یې په هنري لحاظ تقریبا ټول پیاوړي
دي چې ډېوه ورکې یاده شوې ده. لکه:
شمعه هسې ستا د مخ له تاوه سوځي
چې بل کړی یې د سر د پاسه اور دی
خلقو یې د مخ له شمعې نور ووړ چې زه راغلم
وسوم د ډیوې لمبه راپورې په لمن شوه
څو چې بله لمبه پورې په تن نه کا
په خپل ځان به شمعه ټول انجمن نه کا
علي خان شاوخوا دوه سوه کاله پخوا د جندي خوړ په غاړه په کومه وړه بانډه کې
ژوند کاوه. جندي خوړ د اشنغر په علاقه کې بهېږي. اشنغر د پېښور په خوا کې
پراخه ، ښېرازه سیمه ده چې زوړ تاریخ لري او د ښار پخوانی نوم یې ( پوش
کالاواتي) یعنې نیلوفر ګل دی. نیلوفر ګل په پېړیو د ګندهارا د بودایي تمدن
یو مهم مرکز و.
د علي خان له شعره ښکاري چې د دیني علومو لوی عالم و،ولې په شعر کې یې
عرفاني کیفیت کم او د مجاز د مینې ذکر زیات دی. پروفیسر تقویم الحق کاکاخیل
مرحوم چې نیمه پېړۍ پخوا یې د هغه په دېوان سریزه لیکلې ده، تصور کوي چې
علي خان د پېښور په سیمه کې په چا میین و خو دی په اشنغر کې اوسېده او ځکه
یې داسې خبرې کړې دي:
یو وصل د یار که مې موندی په سل سفره
اور به مې هزار ځله په کور ولګاوه
په هر حال، د علي خان د ژوند په اړه معلومات په نشت شمار دي. مګر د ده
دېوان راسره دی او د ده د هنر په زور د ده د زړه دربا ، اوس هم، وروسته له
دوه سوه کلونو اورېدلای شو. د حسن ختام لپاره به لیکنه د ده په یو بل بیت
پای ته ورسوو:
ځوړند سر لکه غونچه مراقبه کړي
چې زاهد دې سپېنې خولې ته وسواس واخیست
- 15/05/27