کار/ اسدالله غضنفر
ځوان چې څنګه ومړ، ځان یې په خورا ښکلي ځای کې ولید. دغه وخت په سپینو جامو کې یو کس ورته راغی، ورته ویې ویل: خواړه، خوندونه، ساتېرۍ ، هر څه چې دې پکار وي، دلته میسر دي.
ړوند له خدایه څه غواړي؟ دوې سترګې. ځوان هم په مزو شروع وکړه.
کلونه واوښتل. له مزو یې ورو ورو زړه تور شو. یوه ورځ بیا هماغه د سپینو
جامو والا راپیدا شو. ځوان ورته وویل: چې څه مې زړه غوښتل هغه مې ټول وکړل،
اوس غواړم یو کار ولرم او یو څه ګټه ورسوم.
د سپینو جامو والا ورته وویل: وبخښه، دلته هر څه درکولای شو خو کار نه شو درکولای. دلته کار نشته.
ځوان په قهر وویل: که همېشه داسې وي، زړه به مې وچوي، تر دې خو دوزخ راته ښه دی.
د سپینو جامو والا ورو وویل: نو اوس چیرته یې!
دغه حکایت راته وایي چې که کار نه وای، د ژوند د شیبو ډکول به ډیر سخته وو
.اکثره کسان ګومان کوي چې کار د ډوډۍ لپاره له مجبورۍ کوي، مګر کار په ډوډۍ
سربیره هویت او شخصیت رابخښي او وخت ورسره په اساني تیریږي. هغوی چې د کار
نشتوالي ته هوسیږي، د پاسني حکایت د ځوان غوندې به بالاخره سخت په تنګ شي.
ځینې کسان له کار سره ځکه په تنګ وي چې لوړ مقصد ورته نه لري. هغه مردیکار
چې غواړي کال دا وخت استا کار شي او ترقي وکړي، یو لوړ مقصد یې ټاکلی او په
ژوند کې یې د خوشالي امکان زیات کړی دی.
د شلمې پیړۍ لوی لیکوال او د نوبل د ادبي جایزې وړونکي همینګوې به پر دیوال
ځوړند کاغذ باندې څه کرښې ایستلې او د خپل کړي کار اندازه به یې ورباندې
انځوروله. په کار کې د خپل پرمختګ د اندازه کولو او احساسولو لپاره د خپلو
طریقو لرل، د ځان د تشویق سبب ګرځي. هغوی چې د ځان د هڅولو په چل نه پوهیږي
او په دې تمه ناست وي چې نور به ورباندې آفرین وایي، اشتباه کوي. بنیادم
که په خپل کار کې د همینګوې غوندې ډیر کامیاب او نابغه هم وي، د ځان هڅولو
ته محتاج دی.
په کار کې د کامیابي یو بل مهم شرط دا دی چې جسم او ذهن هغومره ستړي کړو چې
د صحت اصول یې اجازه راکوي. هغوی چې د بې خوبي په بیه سبق وایي، هم له خپل
صحت سره ظلم کوي او هم به یې د سبقونو مزه نه وي. زه یو څوک پیژنم چې تتې
رڼا ته به یې د ښوونځي کتابونه لوستل. په درسونو کې کامیاب شو خو نظر یې
اوس ډیر کمزوری دی او د هغه چا ټوکه ورباندې وشوه چې یوسف علیه السلام یې د
مصر په بازار کې په لږو پیسو وپلوره.
هغوی چې دقت کوي، د کارونو نتیجه یې معمولا ډیره ښه وي. په دقت کولو ځان
عادتول د کامیابي یو لوی سبب دی. هغه کار چې دقت پکې نه وي، برکت پکې نه
وي.
کله چې په کار کې دقت وکړو، د صحت اصولو ته پام وساتو، د خپل زیار د اندازه
کولو طریقې ومومو او په دې پوه شو چې کوم مقصد ته به څنګه ځان رسوو، نو له
کار سره به مو مینه پیدا شي او ځان او ټولنې ته به د شر نه بلکې د خیر
باعث وګرځو.
- 15/05/27