د کلتوري چارو د ښه کېدا هيله/ اورنګ مختار
په فرهنګي چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خواد سلاکاروزير په توګه د تکړه ليکوال، نقاد او خوږ ژبى وياند استاد اسدالله غضنفر ټاکل کېدلو ډېرى فرهنګيان او کلتوري بنسټونه د افغاني کلتور د يوې روښانه راتلونکې لپاره هيلمن کړي دي او د ولسمشر غني د دې کار ستاينه کوي.
استاد د غوره قلم، ښه احساس، ملي فکر اودرنې فرهنګپالې کورنۍ (استاد محمد صديق پسرلي) کورنۍ پورې اړوند شخصيت دى. د ده کورنۍ ته د خوشحال خان خټک د کورنۍ د لقب ورکول کېدل د استاد د ښې فرهنګي سټې لپاره غوره، ثبوت دى.
استاد غضنفر يو برحاله ليکوال دى، نوموړى که څه هم چې د ليکوالۍ او فرهنګي چوپړونو اوږده تجربه لري، خو د ده په ليکنو او خبرو کې د ځوان او تاند فکر اوږدې کيسې پرتې دي.
کله چې نوموړى په يو ادبي مجلس کې خبرې کوي، په ډېره ساده خو فلسفي ژبه ادبيات کاروي، استاد په هېواد کې د ملي
کلتور د پالنې لپاره ډېرى ليکنې کړي او کوي يې، چې په بېلابېلو رسنيو کې خپريږي.هغه څه چې د نوموړي د خدمتونو په لړ کې ماته ډېر اړين ښکاري هغه په ازادۍ راډيو کې د ده د ازادۍ راډيويي مجلې خپرول دي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې لويان او کوچنيان د ادب له رنګينيو خبر کړي او آن هغه کليوالي، کروندګر يې د ادب او ادبياتو سره اشنا کړي چې ادبيات نه پيژني.
زه پخپله په يوې داسې سيمې پورې اړوند يم چې هلته، له ازادى، بي بي سي او کابل راديو پرته بله هېڅ راديو او ټلويزيون نه اورېدل کيږي او نه هم چاپي رسنيوته په هغه ځاى کې څوک لاس رسى لري، خو هلته ډېر داسې ځوانان، ماشومان او لويان شته چې له ادب سره په تېره بيا له ولسي ادب سره ځانګړې مينه لري، شعر وايي، د ژمي په اوږدو شپو کې فلکلوريک او ولسي نکلونه لکه د ( ادم خان او درخانۍ، مومين خان او شيرينۍ…) نکلونه کوي او په دې توګه خپله فطري ادبي تنده ماتوي، دغه خلک چې کله په ازادۍ راديويي مجله کې د ادب په ځانګړې توګه د ولسي ادب (نکلونه، متلونه، لنډۍ، او مثلونه) په اړه ،مقالې، تبصيرې … اوري نو پوهيږي چې د ادم خان او درخانۍ نکلونه…، سربېره پرى دې چې د دوى لپاره يوه غوره سرګرمي او د خبرو د پوخوالي ځواک او ثبوت ده، بلکې د دوى د ادبياتو يوه لويه برخه هم جوړوي او په دې توګه ډېر شمېر ځوانان له ادبياتو سره مينه او لېوالتيا پيدا کوي.
زه د دغو سيمو ګڼ ځوانان پيژنم چې له دې لارې يې د ادب لاره غوره کړی او دا مهال په ډېرو پوهنتونو کې د ادبياتو په پوهنځيو کې پر زده کړو بوخت دي او يو شمېر يې په کلتوري چارو کې مستقيم لاس لري، ځکه نو زموږ پر ليکوالو او ژورناليستانو سربېره زموږ عام ولس هم ښاغلى غضنفر د ادب او فرهنګ د يو تکړه استاد په توګه پېژني او هيلمن دي چې د استاد په ټاکنه به هېواد د بهرنيو هېوادونو د کلتوري يرغلونو څخه، چې دا مهال يې په اړه ډېرې اندېښنې موجودې دي، وژغورل شي او د فرهنګ د يو لاروي په توګه د ولسمشر د دې کارڅخه منندوى يم.