د اسدالله غضنفر د لیکنو ټولگه

غضنفر

د اسدالله غضنفر د لیکنو ټولگه

دلته په اسانۍ سره کولای شئ چې د اسدالله غضنفر لیکنې او .... وگورئ.

آرشيف
Tuesday, 28 April 2015، 09:10 PM

د پيغامونو خورجين/ هاشمي

http://www.taand.com/wp-content/uploads/2015/02/121.jpg

د استاد اسدالله غضنفر پر نورو نویو چاپ شویواثارو سربیره ( کلتور او ټولنه) تر سرلیک لاندې اثر هم نوی چاپ شوی دی، چې په عام ډول د هر لوستي وکړي لپاره او په خاص ډول د افغانستان د اکثرو خلکو لپاره یې لوستل ډېر ضروري دی.

په افغانستان کې د لوستو او نا لوستو وګړو تر منځ توازن او نا برابري زښته زیاته ده او د ټولنې اکثریت خلک مو سواد نه لري، خو له باسوادو هیله کوم، چې دغه کتاب یو ځل ولولي.

په دې کتاب کې ټولې ۱۴۲مقالې ډوله لیکنې دي، چې هره لیکنه یې خاص ارزښت او اهمیت لري او په ټولیز ډول ټولنیز موضوعات لري، چې هره لیکنه یې په څوڅو ځلو لوستلو ارزي او د ولس لپاره هره لیکل شوې موضوع مثبت پیغام لري.

لکه څرنګه چې په تخلیقاتو کې د ناول له اساسي او بیسټيزو توکو څخه تلوسه ډېر مهم توک دی او له نورو اساسي اصلونو سربیره دغه اصل هم د لیکونکي او لوستونکي لپاره ډېر مهم دی. دغه شان د استاد غضنفر په دغو لیکنوکې یو ډول تلوسه موجوده ده او د هرې لیکنې په پای کې د بلې لیکنې د لوستلو تلوسه لوستونکي ته پیدا کېږي.

د استاد دغه کتاب ( کلتور او ټولنه) له مقالو لوستلو وروسته زه د دې دغه اثر ته د پیغامونو خورجین وایم، ځکه چې هره لیکنه یې له فکري پیغامه ډکه وینا او لیکنه ده.

  • 15/04/28