د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حکایتونو ښکلی کتاب د زرو هېندارو کور(لومړی او دوېم ټوک) د قلم لار مدني ټولنې له خوا په په ښکلې بڼه او ښه صحافت چاپ شو.
د زرو هېندارو کور د نړۍ د ادبیاتو هغه غورچاڼ دی چې زموږ ناهیلي ولس ته د رڼا د یو څرک په شان ښکلی پیغام له ځان سره لري.
دا کتاب خوږ ژبي لیکوال اسدالله غضنفر په ډېره ښایسته او ساده ژبه ژباړلی، چې په کې د نړۍ فولکلوریک حکایتونه او نکلونه راټول شوي دي اوښاغلي غضنفر د ډېرو زیاتو حکایتونو له منځه انتخاب کړي.
د زرو هېندارو کور هر ټوک ۳۲۰ مخونه لري او تاسې کولای شئ چې په مازیګر کتاب پلورنځي کې یې واخلئ.
- 28 April 15 ، 21:11