د اسدالله غضنفر د لیکنو ټولگه

غضنفر

د اسدالله غضنفر د لیکنو ټولگه

دلته په اسانۍ سره کولای شئ چې د اسدالله غضنفر لیکنې او .... وگورئ.

آرشيف

۱

د استاد شمس الدین مجروح  دغه مقاله د ( قلم) مجلې د ۱۳۶۹ لمریز کال په پنځمه او شپږمه ګڼه کې خپره شوې ده. وړم کال چې سید فضل اکبر پاچا د مشر مجروح صاحب د مقالو کتاب چاپاوه، ډیره هڅه مې وکړه چې دا لیکنه ورته پیدا کړم خو کامیاب نه شوم. استاد الفت د مشر مجروح نژدې دوست و او په همدې وجه د الفت صاحب په باره کې د هغه نظر خاص اهمیت لري. له بلې خوا ، تاند ویپاڼې ته  د دې لیکنې د استولو په ذریعه غواړم د مشر مجروح صاحب د فکر او قلم قوت ته د ځوان کهول پام واړوم او دوی وهڅوم چې د هغه لیکنې ولولي، غور ورباندې وکړي او خورو ورو لیکنو ته یې د کتاب جامه ورواغوندي. سید فضل اکبر پاچا په دې برخه کې خپله خواري کړې ده خو زما په ګومان د مشر مجروح صاحب یو شمیر لیکنې لا زموږ د شلمې پیړۍ په مطبوعاتو کې تیت و پرک پرتې دي چې پکار ده راغونډې شي. د دې لیکنې د کمپوزولو په وخت هڅه وشوه چې د مجروح صاحب د املا خپل طرز تر وسه وسه په خپل حال پاتې شي.

                                           په درنښت، اسدالله غضنفر

                            ———————————————————————–

الفت ( خدای ج ) دې و بخښي زما د ډېرې مودې اشنا ؤ .

زما او د ده په منځ کښې اشنایي د ځلمي توب دو خته شروع شوې وه او د ده ترمړینی یې په همهغه تودښته دوام وکړ او اوس هم زما په زړه کښې د هغه مینه او احترام هماغسې ځای لري. دا بې پروا او زړور شاعر چې اشعار یې په انتقاد اوسپینه وینا ډک دي ډېر محجوب سړی ؤ.

دغه شاعر او وینا کوونکی چې تراوسه مونږ سره د شعر په ژبه ګړېږي ډېرکم ګویه او خاموش سړی ؤ، بې ضرورته خبرې یې نه کولې اوهمېشه به یې د بل خبرو ته غوږ ایښود. ډېره ظریفه طبعه یې لرله، ښې د مزې ټوقې بې کولې خو د ده په ټوقو او ټقالوکښې هم ادبي نکات پراته وه اوزیاتره یې ادبې ادبي طنز ؤ. (هغه عامیانه او سپکې ټوقې مسخرې نه وې) د ده تحصیل په دیني علومو کښې په فقه کښې وه او په صرف اونحو او منطق کښې یې هم تحصیل کړی ؤ. په ځوانۍ کښې یې شعر نه وایه  او د ادب خوا ته یې توجه نه وه مګر د تحصیل څخه وروسته ورته ناڅاپه د شاعرۍ  جذبه پیدا شوه او دا قریحه یې را ژوندی شوه او داسې را ژوندۍ شوه چې د سېلاب غوندې روانه شوه.

ده چې به کوم شعر ولیکه د چاپ دمخه به یې ماته ولوستو او زما نظر به یې پکښې غوښته او ما به غیرد تحسین او آفرین نه بل نظر نه لرلو.

د ده شعرپه پنځو برخو ( حداقل) ویشلای شو:

(۱) زیاته برخه یې سیاسي او اجتماعي انتقادونه دي چې په محیط کښې د اجتماع د ویرې او د قدرت د خاوندانو د ویرې چا غږ نه شوکولای، ده په ډېره ازادي خپل اوازجګ کړی ؤ.

(۲) دوهمه برخه یې د بې وزلو، مسکینانو اویتیمانو سره همدردي او په شتمنوانتقاد دی چې د دوی د حاله بې خبره دي. پدې برخه کښې دومره د سوزه ډک اوازونه شته چې سړی ژړوي او دخپلې اجتماع په بې عدالتي سړی قانع کوي.

(۳)دریمه برخه یې د ریا کاره زاهدانو او ملایانوغندنه ده او پر هغوی هم په ډېره بې پروايي انتقاد کوي او په هغوی پورې په ډېره بېباکۍ خاندي.

(۴) څلورمه برخه یې حمد، نعمت او دیني او مذهبي احساسات دي چې ځای په ځای څرګندېږي او دا جذ به خو د ده په نهاد کښې دومره ښخه پرته وه چې دغه نورې برخې یې زیات غوندې کار ښکاري.

(۵) پنځمه برخه یې عشق او جمال دی چې دا خوا که پکې لږه ده مګر ډیره خوږه ده.

د ده سترګې ډېرې تېزبینه وې او په ډ‌ېرو وړو شیانو کښې یې غټه معنی پیداکوله . د ده سترګې ډېرې مړې وې او هېڅ طمعه او توقع یې د چا څخه نه لرله اوهم دخپلې ګټې وټې په فکر کښې نه ؤ.

د ده ثبات او استقامت په اخلاقي خواکښې اوهم په ناسته اوولاړه او اشنایي کښې دومره ناقابل تغییر ؤ چې د طالب العلمۍ د وخته رانیولې تر وزارته پورې هم هغه یوشان سړی ؤ.

د ده د پاره په ژوندون کښې د سلوک اورفتار معیار او داخلاقو مثالي (ایډیالي) معیار او د شعر معیار دا دی چې دی یې پخپل دې شعر کښې ښکاره کوي:

د شاعرنظر

زه یې پېژنم شاعر دی بل څوک نه دی

                                      چې دا لوی جهان وړوکی ورته ښکاري

د ورېښمو او زربفتو ښایسته ټوکی

                                د نادان په تن زړوکی ورته ښکاري

طوفاني دریاب ګڼي د مظلوم اوښکې

            د دینا دریاب ډنډوکی ورته ښکاري

چې خپل نفس  نه شي وژلی اوسل وژني

                                ناتوانه ویرندوکی ورته ښکاري

د دنیا فاني عیشتونه ، نعمتونه

                               د سپي مخ کښې پروت هډوکی ورته ښکاري

او په اجتماعي انتقادا توکښې په يوې نازولې پېغلې په داسې ادبي الفاظو انتقاد کوي ( چې د شته منۍ او مسکینۍ خواته هم اشاره لري):

ورور دې خواري او مزدوري کوي د پلاره سره

                                          تا په مستۍ کښې امېل وشلاوه د یاره سره

موردې مېچنې ګرزوي، خور دې منګی ډکوي

                                         ته سورپېزوان غواړې د سرو زرو له هاره سره

دې غریبۍ خواره خوارۍ کښې څه خونه دي پاتې

                                        مه کوه لوبې له درهم او له دیناره سره

دلته د ښځو په سرخاورې دي د ناز مېرمنې

                                       تا یارانه ده اچولې دنیا داره سره

د ریا کارانو سره یې د جنګ جدل یوڅه خبرې هم واورئ چې وایي:

ریاکاره!

ستا ټول کارونه خداېږو دي برای نام غوندې

                                         را معلومېږي ستا فکرونه راته خام غوندې

هغه کارونه کړې چې خلک ورباندې زرغولېږي

                                        د قام خادم نه یې د نورو یې غلام غوندې

په ټول عالم دی سپین سبا، شپه شوه د ټولوسهار

                                        په تاراځي نوې تیاره اوس د ماښام غوندې

د پڼوغل خلکو دمخه کړ چې غلا ونه کړي

                                      اودس یې نه و په لمانځه کښې شو امام غوندې

داسې لمونځونه دې ډېرکړیدي د خلکو مخکښې

                                     نیسې روژې خو روژماتی وي حرام غوندې

څادر دې سپین لکه سبا دی پخپل سرخورکړی

                                     مخ دې چې ګورم راته ښکاري تورماښام غوندې

بل ځای دحقیقت د ورځې ترعنوان لاندې د قیامت تصویر وباسي چې هلته به هرڅه افشا کېږي، نووایي:

چې پلوله مخه لرې د هرچاشي

                        دا رنګینې جامې څیرې د ریا شي

حقایق ټول رابهرشي له حجابه

                        پټ کارونه راڅرګند زما اوستا شي

مقصدونه، غرضونه، عملونه

                       بې پردې او بې سیرته برالا شي

د هرچازړه کښې چې هرڅه وي لیکلي

                       دی پخپله د هغه نقش ګویاشي

هغه دغه، ښه اوبد مخونه لوڅ کړي

                       توره شپه له منځه لاړه شي سبا شي

ډېرښایسته اوسپین مخونه به تک تور وي

                      ډېر ښاغلی به په دغه ورځ سرتور وي

د ده نثر هم د شعرغوندې فصیح اوادبي دی او د یوخاص سبک خلاق ورته سړی ویلای شي. د ده په شعر او نثر ډېرڅه سړی لیکلای شي او ډېرتحلیل کولای شي خو هغه به نورو ته پرېږدو.