د اسدالله غضنفر د لیکنو ټولگه

غضنفر

د اسدالله غضنفر د لیکنو ټولگه

دلته په اسانۍ سره کولای شئ چې د اسدالله غضنفر لیکنې او .... وگورئ.

آرشيف
Wednesday, 27 May 2015، 04:24 PM

قاف / اسدالله غضنفر

په ادبیاتو او پخوانو روایتونو کې قاف له خاورینې دنیا د راچاپېر شوي غره نوم دی. میرزاخان انصاري وایي:

د عارف نظر له قافه دی تر قافه

یعنې عارف د محدود نه بلکې کامل او جامع لید څښتن دی. قاف چې د دنیا په پای کې واقع دی، په ادبي آثارو کې د انتها او د دنیا د تر ټولو لرې ځای په معنا هم استعمالېږي. کاظم خان شیدا د خوشحال خټک د شاعري د ستاینې په وخت ویلي دي:

هر شاعر چې د افغان دی

رېزه چین د خان د خوان دی

فی المثل که بل مهتاب دی

مستفید د دې آفتاب دی

چې په غرونو شي لار صافه

قافله درومي تر قافه

چې وي پل په دریا باندې

څوک به غم د شنا کاندي

د شیدا په نظر خوشحال خټک د پښتو شعر د پرمختګ په لاره کې پراته خنډونه لرې کړي دي او اوس اوج او کمال ته رسېدا ممکنه ده.

قاف غر له زمردو رغېدلی دی. دولت لواڼی وایي:

کوه قاف یې کورټ له زمرده روغ که

ترې چاپېر بحر محیط عظیم خندق دی

دا هم ویل شوي دي چې قاف غر د زبرجدو دی. زبرجد او زمرد دواړه زرغون رنګ لري. له پخواني تصور سره سم، د قاف غره شاوخوا اوبه ولاړې دي ( د محیط بحر عظیم خندق) او اسمان چې په اصل کې د عاجو غوندې سپین دی ، د همدې غره د رنګ د انعکاس له کبله شین ښکاري.

د قرآن عظیم الشان یوه مکي سوره د ( ق) په توري پیل کېږي: ق و القرآن المجید ( قاف، سوګند په قرآن مجید). دغه سوره د خپل اول توري په وجه د قاف سوره یادېږي او ځینې علما وایي چې له دغه توري څخه منظور د قاف غر دی خو دا نظر ټولمنلی نه دی . رحمان بابا وايي:

که د تن په لویي لوی دی، به یې څه کړې

مه کړه خدای چې کوه طور شي کوه قاف

رحمان بابا ته که د ذکر شوې سورې په سر کې راغلی قاف د قاف غر ښکارېدای، بیا به یې شاید پاسنی بیت دغسې نه و.

قاف ډېر دنګ دی، دومره دنګ چې د ده او اسمان تر منځ یوازې د بنیادم د ونې په اندازه فاصله ده.

له قاف غره سره اړونده بله خبر دا ده چې لمر له همدې غره طلوع او غروب کوي. لمر د راختلو او پرېوتلو په وخت زېړ وي. اشرف خان هجري په یوه بیت کې ویلي دي چې د چا ظاهر او باطن چې یو نه وي ، رنګ به یې له خجالته داسې زېړ وي لکه د قاف د غره د سر د لمر غوندې ( یعنې د طلوع او غروب د وخت د لمر غوندې) :

د چا زړه چې موافق په ژبه نه وي

د مخ رنګ یې شه مانا په سر د قاف

په نکلونو کې راغلي دي چې په قاف غره کې دیوان او ښاپېرۍ اوسي. د ملي هیندارې له روایت سره سم، یوه پاچا له یوې لور پرته نور اولاد نه درلود. د لور یې زړه نه و چې واده وکړي. پلار له ښاره د باندې یو ښکلی باغ ورته جوړ کړ.

« یوه ورځ تر یوه ونه لاندې دغه د باچا لور پرته ده، که ګوري په دې ونه کې یو توتي او یوه مینا راغله، کښېناسته . دې مېنا خپل رېز شروع کی، خپل رېز کوي، توتي یې سیل کوي . توتي یو وار خپل وزر په مشوکه وګروی، دستي بېسده سو .مینا هم خپل رېز پرېښو خو توتي ته اریانۍ واخیستله. یو ګړی چې وسو توتي بېرته پر سد سو، مینا پوښتنه ځنې وکړه چې ولې بېسده سوې؟ توتي ورته ویل چې زما وزر د زبزبانې ښاپېرۍ په غوړو ککړ سوی و چې ما ځان وګراوه هغه بوی یې زه بېسده کړم او هر وخت چې زه خپل وزر بوی کم بېسده کېږم. دا خبرې یې سره وکړې، دواړه والواته.»

له دې پېښې وروسته د پاچا لور غواړي له هغه چا سره واده وکړي چې د زبزبانې ښاپېرۍ د وېښتو غوړي ورته راوړي. یو ښکلی زلمی چې ګوروان دی، د غوړو په موندلو پسې وځي. د تصادف له مخې له یوه دیو سره چې د ادمزادو په ښار کې موچي دی، اشنا کېږي او د هغه په سفارش د نورو دېوانو په مرسته قاف غره ته رسي. یو مشر دېو چې « د کوه قاف په پردو کې اوسي.» د ګوروان زوی له غره اړوي. د غره په بله خوا کې د ښاپېریو پاچهي ده.

ښاپېرۍ چې ښکلې دي ، د نکلونو اتلان یې د وصال ارزومن وي. اروپا چې د سمندرونو سیمه ده، ښاپېرۍ یې په بحرونو کې اوسي او موږ چې په وچه کې او غرنیو وطنونو کې دېره یو، د نکلونو ښاپېرۍ مو معمولا د کوه قاف اوسېدونکي دي. دوی ته رسېدل له خطره خالي نه وي ځکه په مخ کې دېوان پراته وي. له کړاو او زحمته وروسته ارام او راحت ته رسېدا د ګڼو اسطورو ، نکلونو او ادبي آثارو موتیف دی چې د انسان له واقعي ژونده او تجربې زده شوی مفهوم دی.

اسطورې معمولا د تصویرونو او پېښو په ذریعه په غیرمستقیمه ژبه د انسان ډېرې ژورې تجربې او د ځان او کایناتو په اړه د انسان انګېرنې او مشاهدې بیانوي. اسمان ولې شین دی؟ زموږ خاورینه ځمکه تر کوم ځایه غځېدلې ده؟ لمر له کومې خوا راخېږي او چېرته ډوبېږي ؟ د ژوند د ارزوګانو د پوره کېدو طریقې کومې دي؟ کله چې ساینس وده نه وه کړې او عقلانیت لاسبری نه و ، دغسې پوښتنو ته اسطورو ځوابونه ورکول.

په اسطوره باندې یو وخت د خلکو باور وي خو نکلونه هسې د ساتېرۍ لپاره لولي. ګړني او لیکني ادبيات د اسطورو له موضوعاتو او عناصرو مالامال دي.

د قاف د غره په اسطوره کې یو بل ټکی دا دی چې عنقا مرغه همدلته اوسي. سیمرغ د عنقا یو بل نوم دی. د عطار په منطق الطیر کې مرغان خپل پاچا یعنې سیمرغ ته د رسېدو سفر پیلوي. عطار د هد هد ( ملاچرګک) له قوله د سیمرغ په باره کې وایي:

هست ما را پادشاهی بی خلاف

در پس کوهی که هست آن کوه قاف

نام او سیمرغ سلطان طیور

او به ما نزدیک و ما زو دور دور

د نواب محبت خان په دیوان کې لولو:

په عزلت کې چې یې بیا موند فراغت

عنقا ځکه شه ساکن د کوه قاف

قاف د بنیادمانو ځای نه دی. عنقا چې خپل خپلوان نه لري او له خلکو ډېر لرې په قاف کې اوسي، په ادبیاتو کې یې غزلت او ګوشه نشیني ته بیا بیا اشارې کېږي.

د زبزبانې ښاپېرۍ د نکل اتل چې له قافه اوړي، په یوه اواره دښته کې له اوږده مزله وروسته « یوې کلا ته ورسېدی. داسې کلا چې سر یې بېخي آسمان ته رسیدلی دی.» د قاف د غره په باره کې دا روایت هم شته چې څوکه یې ان اسمان ته رسېږي. د ملي هیندارې په دې روایت کې جز (د قاف یوې کلا) د کل ( قاف) یو خصوصیت خپل کړی دی.

د نکل اتل غواړي کلا ته لار ومومي: « په ډېر زحمت یې په څو ورځو دېوال سوری کی. چې ورننوت، که ګوري یو باغ دی چې په خوب چا نه دی لیدلی. چورت یووی خو راهی سو. دا دی راغلی د یوه حوض پر غاړه یوه سپین سرې ښځه ناسته ده…

دې ښځې ورته وژړل چې زه ښاپېریانو د زانګو څخه د مور و پلار څخه راوړې یم، نه یمه خبره چې زما وطن چېرې دی؟ زه انسانه یم.»

په نکلونو او اسطورو کې د خیال عنصر ډېر پیاوړی وي. د خیال خصوصیت دا دی چې د خوب د تصویرونو غوندې یا په اوار میدان کې د روانو اوبو غوندې هره شېبه بڼه او لوری بدلوي.

د زبزبانې ښاپیرۍ په نکل کې د باچا د لور په باغ کې یو توتي وايي چې وزر یې د زبزبانې ښاپېرۍ د وېښتو په غوړو غوړ شوي دي. د دې نکل تر ټولو عالي او زړه غوښتونکی موجود چې د ښاپیریو په ملک پاچهي کوي، زبزبانه ده. دلته وینو چې که څه هم د قاف د غره تر ټولو عالي استوګن یعنې عنقا په مستقیم ډول نه یادېږي خو د زبزبانې ښاپېرۍ او یوه مرغه ( توتي ) مجموعه یې رایادولای شي. د نړۍ د کابو هر نکل او هرې اسطورې عناصر په نورو نکلونو او اسطورو کې په بله بڼه او بله جامه کې موندلای شو. داسې ځکه کېږي چې د انسانانو اصلي ارزوګانې، غوښتنې، مشکلات او د مشکلاتو په وړاندې غبرګونونه سره ورته وي.

د ملي هیندارې د نکل توتي او مینا د بنیادمانو غوندې خبرې کوي. مرغان چې الوزي او اسمان ته نږدې دي، د بنیادم تخیل ډېر پارولی شي. هما مرغه چې د چا په سر کښېني، هغه پاچا کېږي. سیمرغ د رستم او اسفندیار په جګړه کې له رستم سره مرسته وکړه. ځينو نورو مرغانو هم په جګړو کې مهمه برخه لرلې ده. ځينې مرغان د زیري کولو جادویي قدرت لري:

په سر مې توره کاغۍ ګرځي

د جانان شپې ورځې نږدې دي رابه شینه

د مرغه په باره کې د انسان تصور د دې سبب شوی دی چې په ادبیاتو کې زړه او روح له مرغه سره تشبیه شي. میرزا خان انصاري وایی:

دې میرزا پخپله هیڅ ویلي نه دي

په قفس کې د وحدت توتي اواز کا

ارزانی خویشکی وایي:

دا صورت دی د روح ځاله

روح مرغه له لامکانه

البته، ځینې مرغان ( لکه ټپوس، کونګ یا کارغه ) په ادبي آثارو کې نه ستایل کېږي. دا هم د ارزاني وینا ده :

د کارغه په لاره لاړې

یې نوا شوې له کجیره

کجیر د پښتو ادب د مرغانو په سمبولیزم کې مثبته معنا لري. په لنډیو کې اورو:

د لوړو غرو کجیر یې مړ کړ

د ټیټو غرو کجیره خدای به دې ساتینه

میرزا انصاري ویلي دي:

چې ډیوه د معرفت شوه باندې بله

د همای اصل یې ګوښی کړ له زاغه

قاف د سیمرغ او عنقا غوندې په عرفاني ادب کې خپله معنا لري. ارزاني فرمايي:

دا سیمرغ مرغه نن غواړه

د خپل زړه له کوهِ قافه

سیمرغ ( عنقا) په عرفاني ادب کې د خدای او وحدانیت مظهر دی او خدای د مومن په زړه کې وي. قاف ته رسېدل عنقا ته رسېدل دي او له وحدانیت سره د وصلېدلو معنا ورکوي.

په روایتونو کې راغلي دي چې د حیات چینه د قاف په غره کې ده او خضر له قافه اوښتی او ذوالقرنین قاف ته رسېدلی دی. د بلخ مولانا جلال الدین محمد ویلي دي:

رفت ذوالقرنین سوی کوه قاف

دید او را کز زمرد بود صاف

قاف غر د خدای په قدرت له ذوالقرنین سره په خبرو راغی. ده ذوالقرنین ته وویل چې زه له خاورینې دنیا راتاو یم او دا نور غرونه زما رګونه دي او چې کله خدای چېرته زلزله وغواړي، زه په هغه ځای کې خپل یو رګ وخوځوم.

غرونه چې اسمان ته نږدې دي او لویوالی یې بنیادم تر تاثیر لاندې راولي، په اکثرو کلتورنو کې له خدایانو، بزرګانو او سپېڅلتیا سره رابطه لري. د یونان خدایان د المپس په غره کې اوسېدل. په لنډیو کې اورو چې : په لویو غرو د خدای نظر دی.

له قاف غره سره نږدې په مشرق کې د جابلقا او په مغرب کې د جابلسا ښارونه ودان دي. دغه هر ښار زر دروازې او په هره دروازه کې یو څوکېدار لري. له دغو ښارونو ورهاخوا انسانان نه اوسي.

د کلاسیکو ادبیاتو ځینې اساطیري موضوعات اوس هېر شوي غوندې دي خو قاف تر اوسه لا په پښتو شعر کې، په تېره د ښکلو د ټاټوبي په حیث، یادېږي. علم ګل سحر یو هغه معاصر شاعر دی چې د قاف د غره له یادولو سره یې دلچسپي زیاته ده.

دا د ده د یو ازاد نظم ( خو ته به نه وې) دوې جملې دي:

د کوه قاف ښکلې مې ولېدلې

خو ستا د حسن جلوې نه وې پکې

د ځینو په نظر د قاف کلمه د قفقاز له کلمې راوتې ده چې د غرونو او اوسېدونکو ښکلا یې مشهوره ده. په پښتو فولکلور کې د چین ماچین ښاپېرۍ هم زیاتې مشهورې دي. ښاپېرۍ غیرمادي موجودات دي. شاید همدا وجه به وي چې د خاورینې دنیا له قلمروه ورهاخوا اوسي. له چین سره د ماچین د کلمې راوړل به ممکن د دې لپاره وي چې مکان په لامکان بدل شي. ښاپیرۍ د ډېرو ښکلو نجونو په بڼه څرګندېږي. خوشحال خټک یې د ناز او ادا یادونه هم کوي:

چې دا هسې ښېوه ګره ځنې زووې

سړۍ نه وه ښاپېرۍ وه ستا ادکه